د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته اصلاحي وینا وکړه!

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۸
خبر

د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولوي حکمت الله «حکمت»د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته د سیرت، صورت، دیني لارښوونو او علمي مسؤلیتونو په اړه اصلاحي او ارزښتناکه وینا وکړه.

د غونډې په پیل کې د بلخ پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي ضیاء الرحمن «عابد» د لیلیې مېشتو محصلانو لپاره د اونیزو او میاشتنیو اصلاحي درسونو مهالوېش او اړوند فعالیتونه له ښاغلي رئیس سره شریک کړل.

ورپسې د بلخ پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي نصیر احمد «کامیاب» د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم او زده‌کړو پر ارزښت، د علمي پرمختګ او د محصلانو پر مسؤلیتونو خبرې وکړې.

وروسته شیخ القرآن والحدیث مولوي حکمت الله «حکمت» محصلانو ته په خپله اصلاحي وینا کې د سیرت او صورت، دیني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو او د علم د زده‌کړې په اړه هر اړخیزې لارښوونې وکړې.

نوموړي محصلانو ته په خطاب کې وویل، چې زموږ او ستاسو اصلي موخه د الله تعالی په سمه توګه عبادت کول دي؛ نو اړینه ده چې خپل ارزښتناک وخت په بې‌ګټې چارو تېر نه کړو، د الله تعالی اوامر پر ځای کړو او خپل علمي او دیني مسؤلیتونه په پوره صداقت ترسره کړو.
همدارنګه نوموړي د خپل ملي او اسلامي هویت پر ساتنې ټینګار وکړ او له محصلانو یې وغوښتل، چې د پردیو کلتورونو له تقلید څخه ډډه وکړي، خپل ظاهر، لباس او کړه‌وړه د خپل هېواد له کلتور او اسلامي شریعت سره سم برابر کړي او د دیني او علمي زده‌کړو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې محصلان باید د علم تر څنګ د ښو اخلاقو، اسلامي ارزښتونو او ټولنیز مسؤلیت په برخه کې هم د نورو لپاره غوره بېلګه واوسي.

نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸/۵/۲۳ ھ ق
۱۴۰۵/۸/۱۳ ھ ش

وقت: ۷:۳۰ ماښام

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

تورنمنت مسابقه دوش ميان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ به پایان رسید.

مراسم اختتامیه تورنمنت دوش میان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ روز شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۵ ه ش برابر ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۸ ه‍ ق با اشتراک  معاون صاحب مالی و اداری، معاون صاحب محصلان، امر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

BACK TO NEWS