د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته اصلاحي وینا وکړه!
د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولوي حکمت الله «حکمت»د بلخ پوهنتون لیلیې مېشتو محصلانو ته د سیرت، صورت، دیني لارښوونو او علمي مسؤلیتونو په اړه اصلاحي او ارزښتناکه وینا وکړه.
د غونډې په پیل کې د بلخ پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي ضیاء الرحمن «عابد» د لیلیې مېشتو محصلانو لپاره د اونیزو او میاشتنیو اصلاحي درسونو مهالوېش او اړوند فعالیتونه له ښاغلي رئیس سره شریک کړل.
ورپسې د بلخ پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي نصیر احمد «کامیاب» د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم او زدهکړو پر ارزښت، د علمي پرمختګ او د محصلانو پر مسؤلیتونو خبرې وکړې.
وروسته شیخ القرآن والحدیث مولوي حکمت الله «حکمت» محصلانو ته په خپله اصلاحي وینا کې د سیرت او صورت، دیني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو او د علم د زدهکړې په اړه هر اړخیزې لارښوونې وکړې.
نوموړي محصلانو ته په خطاب کې وویل، چې زموږ او ستاسو اصلي موخه د الله تعالی په سمه توګه عبادت کول دي؛ نو اړینه ده چې خپل ارزښتناک وخت په بېګټې چارو تېر نه کړو، د الله تعالی اوامر پر ځای کړو او خپل علمي او دیني مسؤلیتونه په پوره صداقت ترسره کړو.
همدارنګه نوموړي د خپل ملي او اسلامي هویت پر ساتنې ټینګار وکړ او له محصلانو یې وغوښتل، چې د پردیو کلتورونو له تقلید څخه ډډه وکړي، خپل ظاهر، لباس او کړهوړه د خپل هېواد له کلتور او اسلامي شریعت سره سم برابر کړي او د دیني او علمي زدهکړو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې محصلان باید د علم تر څنګ د ښو اخلاقو، اسلامي ارزښتونو او ټولنیز مسؤلیت په برخه کې هم د نورو لپاره غوره بېلګه واوسي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸/۵/۲۳ ھ ق
۱۴۰۵/۸/۱۳ ھ ش
وقت: ۷:۳۰ ماښام
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت