درهبري شورا مياشتنۍ ناسته.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۰:۲۱
خبر

 يکشنبه ورځ د بلخ پوهنتون رهبرۍ خپله مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، په دغه ناسته کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي، د ياد پوهنتون مالي او اداري، علمي، محصلانو او د څېړنې او علمي مجلې مرستيالانو ګډون درلود.

د رهبرۍ دغه غونډه د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله حقجو له لوري د قرانکريم په خوږ کلام سره پيل شوه.

دغې غونډې ته د بلخ پوهنتون نوي رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي په خپله پيليزه وينا کې د ګډونوالو هر کلی وکړ، هغه په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام په تګلاره رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې صداقت،امانت،عدالت او مساوات د اسلام مبارک دین پورې تړلي مسايل دي، بايد په پام کې ونيول شي.

ښاغلي رئیس د خپلو څلورو واړو مرستيالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو معاوينيتونو اړوند فکري، عقيدتي او وظيفوي ستونزې ورسره شريکي کړي.

تر څو د حل په موخه یې اړین تدابير ونیول شي.

د ناستې په دوام کې د ياد پوهنتون څلورواړو مرستيالانو خپل مياشتني راپورونه د نوموړي پوهنتون له رئيس سره شريک کړل. او ياده ناسته د خير په دعا سره پای ته ورسیده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت .

 

photo

 

photo

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

سلسله نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی ها!

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید پوهنځی های ساینس، علوم اجتماعی و اداره و پالیسی عامه.

به اساس پلان عملیاتی تأییدشده معاونیت امور علمی و آمریت ارتقای کیفیت مبنی بر بررسی و نظارت از جریان تطبیق دروس اساتید، هیأتی متشکل از محترم الحاج حافظ پوهنمل مولوی محب‌الله هدایت، معاون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS برگزار شد.

روزسه شنبه ۱۱ذوالقعده سال ۱۴۴۷ه‍ ق ورکشاپ سیستم هیمس HEMIS بر اساس پلان مرکز انکشاف مسلکی معاونیت امور علمی و  معاونیت امور محصلان برای مدیران تدریسی و اجرایه پوهنځی های شانزده گانه. . .

BACK TO NEWS