په بلخ پوهنتون کې د استادانو لپاره د پایتون (Python) پروګرام څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۸
خبر

د بلخ پوهنتون د استادانو علمي، مسلکي او څېړنیز ظرفیت د لوړولو په موخه د «پایتون (Python)» پروګرام څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ پرانیستغونډه د استاد شعیب نوري لخوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشوه.

ورپسې د بلخ پوهنتون رئیس، شیخ‌القرآن والحدیث محمد سید «هاشمي» په خپله وینا کې د استادانو پر علمي او مسلکي مسؤلیتونو خبرې وکړې او د محصلانو سالمې روزنې، علمي پرمختګ او د ټولنې اړتیاوو مطابق د علمي کادرونو روزنې په برخه کې یې د استادانو پر مهم او اساسي رول ټینګار وکړ.

وروسته د بلخ پوهنتون د څېړنو مرستیال ډاکټر پوهنمل حميدالله «عمرخېل» د دغه روزنیز ورکشاپ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د معاصرو علمي څېړنو پیاوړتیا لپاره د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو ډیجیټلي وسایلو زده‌کړه یوه مهمه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه، چې پایتون پروګرام د معلوماتو راټولولو، تنظیم، تحلیل، احصایوي محاسبو او د څېړنیزو پایلو د ګرافیکي وړاندې کولو لپاره یوه مهمه او اغېزمنه وسیله ده، چې کولی شي د علمي څېړنو لړۍ اسانه، چټکه او تر ډېره معیاري کړي. هغه همدارنګه د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا ډول پروګرامونه د پوهنتون څېړنیز ظرفیت په لوړولو او د استادانو علمي تولیداتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.

د ورکشاپ په دوام کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنیار محمد صابر «اویغن» ګډونوالو ته د «Python» پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دغه پروګرام د کارونې، ځانګړنو او په علمي او څېړنیزو چارو کې یې د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

په دغه څلور ورځني روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو استادانو ته د پایتون پروګرام بنسټیز او عملي مهارتونه ور زده کړل شي، څو وکولای شي له دې پروګرام څخه د خپلو علمي څېړنو، معلوماتو د تحلیل او نورو علمي فعالیتونو په برخه کې اغېزمنه او غوره ګټه واخلي.

 

نېټه: يکشنبې ورځ

۱۴۴۸/۳/۲۳ ھ ق

۱۴۰۵/۶/۱۵ لمريز

۲۰۲۶/۹/۶ ميلادي

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

سمینار سه‌روزهٔ کمک‌های اولیه صحی برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ به پایان رسید.

سمینار سه‌روزهٔ آموزشی «کمک‌های اولیه صحی» برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ، با هدف ارتقای سطح علمی و افزایش توانایی‌های مسلکی کارمندان در زمینهٔ ارائهٔ کمک‌های اولیه صحی، به پایان رسید.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

برگزاری مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ.

مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ، با حضور رئیس، اساتید و محصلین پوهنځی برگزار گردید.

این مسابقه ‌که با هدف ترویج فرهنگ مطالعه، تشویق محصلین به کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

ورکشاپ توضیح لایحه امتحانات برای استادان پوهنحٔی ساینس برگزار شد.

در ادامه برنامه‌های ارتقای ظرفیت علمی اعضای کادر علمی پوهنحٔی ساینس، ورکشاپ تحت عنوان «توضیح لایحه امتحانات» به روز دوشنبه مورخ ۱۸/۳/۱۴۰۵ هـ.ش در تالار کتابخانه پوهنحٔی ساینس برگزار. . .

BACK TO NEWS