په بلخ پوهنتون کې د استادانو لپاره د پایتون (Python) پروګرام څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!
د بلخ پوهنتون د استادانو علمي، مسلکي او څېړنیز ظرفیت د لوړولو په موخه د «پایتون (Python)» پروګرام څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ پرانیستغونډه د استاد شعیب نوري لخوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشوه.
ورپسې د بلخ پوهنتون رئیس، شیخالقرآن والحدیث محمد سید «هاشمي» په خپله وینا کې د استادانو پر علمي او مسلکي مسؤلیتونو خبرې وکړې او د محصلانو سالمې روزنې، علمي پرمختګ او د ټولنې اړتیاوو مطابق د علمي کادرونو روزنې په برخه کې یې د استادانو پر مهم او اساسي رول ټینګار وکړ.
وروسته د بلخ پوهنتون د څېړنو مرستیال ډاکټر پوهنمل حميدالله «عمرخېل» د دغه روزنیز ورکشاپ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د معاصرو علمي څېړنو پیاوړتیا لپاره د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو ډیجیټلي وسایلو زدهکړه یوه مهمه اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، چې پایتون پروګرام د معلوماتو راټولولو، تنظیم، تحلیل، احصایوي محاسبو او د څېړنیزو پایلو د ګرافیکي وړاندې کولو لپاره یوه مهمه او اغېزمنه وسیله ده، چې کولی شي د علمي څېړنو لړۍ اسانه، چټکه او تر ډېره معیاري کړي. هغه همدارنګه د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا ډول پروګرامونه د پوهنتون څېړنیز ظرفیت په لوړولو او د استادانو علمي تولیداتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
د ورکشاپ په دوام کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنیار محمد صابر «اویغن» ګډونوالو ته د «Python» پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دغه پروګرام د کارونې، ځانګړنو او په علمي او څېړنیزو چارو کې یې د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
په دغه څلور ورځني روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو استادانو ته د پایتون پروګرام بنسټیز او عملي مهارتونه ور زده کړل شي، څو وکولای شي له دې پروګرام څخه د خپلو علمي څېړنو، معلوماتو د تحلیل او نورو علمي فعالیتونو په برخه کې اغېزمنه او غوره ګټه واخلي.
نېټه: يکشنبې ورځ
۱۴۴۸/۳/۲۳ ھ ق
۱۴۰۵/۶/۱۵ لمريز
۲۰۲۶/۹/۶ ميلادي
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت