بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال د بلخ ولایت له محترم ښاروال سره وليدل.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۱
خبر

سه شنبې، د ۱۴۴۷ روژې مياشتې پر اوومه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله عمرخېل او ورسره مل پلاوي د بلخ ولایت ښاروال ښاغلي حافظ عبدالرحمن همت سره مزار ښاروالۍ رياست کې ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د دواړو لورو تر منځ په مختلفو علمي، څېړنيزو او عملي برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره خبرې وشوې.

پوهنمل عمرخېل ښاغلي همت ته د بلخ پوهنتون د استادانو او محصلينو څېړنيزو چارو اړوند معلومات وړاندې کړل. په ځانګړې توګه د انجنيرۍ استاذانو او محصلينو پر علمي تحقيقاتو او عملي کارونو يې ټينګار وکړ او د پوهنتون له لوري يې د ښاروالۍ کارمندانو لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرامونو پر تنظيم خبرې وکړې. همدارنګه ښاغلي همت له بلخ پوهنتون سره د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

په دې ليدنه کې د دوه اړخيزه همکاريو هوکړه ليک پر امضا کولو خبرې وشوې چې ورسره به د بلخ پوهنتون او مزار ښاروالۍ تر منځ   په علمي، څېړنيزو او فني برخو کې همکاري لا پیاوړې شي او د پوهنتون د څېړنيزو فعالیتونو له لارې به مزار ښار پرمختګ وکړي او هم به د استادانو او محصلينو لپاره د عملي کار زمينه او امکانات برابر شي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۱۸
Background image

په بلخ پوهنتون کې د استادانو لپاره د پایتون (Python) پروګرام څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

د بلخ پوهنتون د استادانو علمي، مسلکي او څېړنیز ظرفیت د لوړولو په موخه د «پایتون (Python)» پروګرام څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ پرانیستغونډه د استاد شعیب نوري لخوا د قرآن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د ژوند، فکر او مبارزې په سرليک علمي سیمینار دائر شو.

د ياد سیمینار په پرانیستې وينا کې د بلخ پوهنتون  مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار»  امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د تحریک د بیا ځلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۴۰
Background image

د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه.

د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د ناستې په پيليزه وينا کې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل. . .

BACK TO NEWS