دنوي رئیس دپېژندګلوۍ غونډه

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۳۷
خبر

دوشنبه د روان ۱۴۰۳لمريز کال د وږي د مياشتې په دوولسمه د بلخ پوهنتون ریاست لپاره د نوي رئیس پېژندګلوۍ په مناسبت ناسته داېره شوې وه، چې پيل يې د محصلانو چارو د انسجام آمر له خوا د قرآنکریم په مبارکو آياتونو سره وشو.

په دغه ناسته کې لومړى د بلخ پوهنتون پخواني رئیس مفتی محمد شریف عثمانی راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مسؤلیت په اړه څرګندونې وکړې او د بلخ پوهنتون له پرسونل څخه یې د رياست په چارو کې د کمي او زياتي بخښنه وغوښته او نوي ټاکل شوي رئیس ته يې د مبارکۍ الفاظ وړاندې کړل.

ورپسې دبلخ ولایت مرستیال والی نورالهادي ابو ادریس د پخواني رئیس د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د نوي رئیس لپاره په چارو کې دبریا هیله څرګنده کړه.

وروسته بیا د بلخ ولايت په استازولۍ د  بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي صاحب بخت الله مومنیار ګډونوالو ته په اسلامي افکارو د ځان جوړونې په هکله خبرې وکړې او د بلخ پوهنتون استادانو ته يې سپارښتنه وکړه چې د روزنې په ډګر کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي تر څو ټولنې ته د خدمت لپاره وړ کسان ور وپېژني.

په پای کې د بلخ پوهنتون نوي ټاکل شوي رئیس شیخ الحدیث محمد سعید هاشمي د لارښوونېزو خبرو تر څنګ د مسؤليت په اړه وينا وکړه او مسؤلیت يې يو دروند بار وګاڼه او په ځانګړي ډول بیا د پوهنتون مسئولیت، چې د انسان جوړونې اړوند بنيادي حيثيت لري، نوموړي له ټولو منسوبینو څخه هيله وکړه چې په دې دروند مسئولیت کې ورسره مرسته وکړي او په چارو کې ور سره همغږي پاتې شي.

 ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسيده.

دبلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

نن دوشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د ذوالقعدې مياشتې په درېيمه، په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال برابرولو په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

په بلخ پوهنتون کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون منسوبينو ته د تقليد په سرليک سمينار وړاندې شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال شوال مياشتې په ۲۸ مه، بلخ پوهنتون کې د نوموړي سمينار پيل د بلخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي ضياء الرحمن «عابد» لخوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS