د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال او ورسره مل پلاوي د علمي اړیکو پراختیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۹
خبر

د څېړنو او علمي مجلې مرستيال ښاغلي دکتور پوهنمل حمیدالله «عمرخېل» او ورسره مل پلاوي د تجربو شریکولو او ګډو علمي همکاریو پیاوړتیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

 په دغه سفر کې د کابل پوهنتون؛ د کابل ښوونې او روزنې، د کابل پولي تخنيک، افغان نړيوال اسلامي پوهنتونونو او د افغانستان علومو اکاډمۍ څخه لیدنې وشوې. پلاوي د دغو بنسټونو له رهبرۍ، د څېړنو محترمو مرستيالانو او علمي کادرونو سره ناستې وکړې او د کتابتونونو، علمي مجلو، لابراتوارونو او څېړنيزو مرکزونو څخه یې لیدنه وکړه. همدارنګه د څېړنو د پرمختګ، د علمي ژورنالونو د معیار لوړولو او د ګډو څېړنيزو پروګرامونو د عملي کولو په اړه نظريات تبادله کړل.

د يادونې وړ ده چې د پوهنتونونو تر منځ د علمي همکاریو پیاوړتیا، د څېړنیزو فعالیتونو په برخه کې د نويو تجربو ترلاسه کول، د علمي مجلو د نشراتي معیارونو پېژندنه، د لابراتواري چارو د مدیریت او تجهیز په برخه کې د غوره کړنلارو شریکول، او د ګډو علمي پروژو لپاره همغږي رامنځته کولو ډېره اړتیا ده، چې د همدې موخو لپاره ياد سفر هم تنظيم شوى و.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت کې د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د ۱۷ م شمېرې فرمان چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنوي په سرليک دی، د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال د رمضان مياشتې په لومړۍ نېټه په بلخ پوهنتون کې ياد فرمان د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د سړو سيمو پوهنتونونو د درسونو پيل خبرتيا او د ازموينو مهالوېش!

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت محترمې ادارې په جریان کې دي، نږدې ده چې د امارتي لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسونو د پیل وخت راورسېږي. له همدې امله د سړو سیمو ولایتونو کې د محصلانو د. . .

BACK TO NEWS