د (قلموال) لړۍ په لړ کې څلورم ټوک هم د چاپ پر ګاڼه سمبال او د مخکتنې غونډه یې ترسره شوه!

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۳:۵۴
خبر

د بلخ پوهنتو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ  چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري(اسد) ۱۷مه نېټه د (قلموال) څلورم ټوک د بېلابېلو پوهنځیو رئیس صیبانو او استادانو په ګډون، چې د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ ګڼ شمېر محصلان هم راټول شوي وو،  پرانیست.

د (قلموال) په دغه ټوک کې دا ځل څلورم او درېیم ټولګيو د څلورکلنې لېسانس دورې مزل، بېلابېلې ادبي_هنري لیکنې، د ژوند خوږې خاطرې په هنري انداز د نثر په جامه کې پېيل شوي دي.

د پښتو ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ د فرهنګي کمېټې مشر او د( قلموال) لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي د (قلموال) په اړه هر اړخیز معلومات او هم یې له تېرو ټوکونو سره د دې ټوک زیاتونې او متفاوتوالی د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ. بیا یې له استادانو، محصلانو او په ځانګړې توګه یې د شمال مطبعې له بنسټګر استاد پوهنمل محمدنعیم نظري څخه مننه وکړه، چې هر ځل یې په مشترکه توګه دې لړۍ ته اوږه ورکړې ده.

ورپسې د ادبیاتو پوهنځي رئيس قاري فيض الله ذکي د دریځ مخې ته وغوښتل شو، ښاغلي فيض الله ذکي پرې خوښي څرګنده کړه او د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ فرهنګي هڅې یې وستایلې. همدارنګه یې د دا ډول فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.

 په غونډه کې د بېلابېلو ویناوالو له وینا وروسته (قلموال) پر اړوندو محصلانو ووېشل شو او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS