د (مزل) مزل دوه کلن شو!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۲۶
خبر

په همدې اړوند د سه شنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ(سرطان) میاشتې ۱۹مه د (مزل) فرهنګي، هنري او ادبي دېوالي جريدې دویمه کالیزه د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ استادانو او محصلانو ونمانځله.

په یاده غونډه کې د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ محصلانو ګډون درلود. د غونډې پرانيستې وینا لپاره د (مزل) جريدې لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ د جريدې د تېر یو کال پر محتوياتو، لاسته راوړنو او دوه‌کلن مزل خبرې وکړې. وروسته د ويناوو په لړۍ کې د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي فیض الله ذکي، ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهاند ډاکتر محمد طاهر طاهر او د بلخ پوهنتون د فوق‌لېسانس برنامو مشر پوهاند ډاکتر محمد صالح راسخ د جريدې د غړو هڅې وستایلې، د دې تر څنګ يې په خپله وينا کې د جريدې اړوند ګټورې څرګندونې او د علم او قلم په ارزښت خبرې وکړې. د ویناوو د لړۍ په پای کې د محصلانو په استازولۍ نعمت الله سرحدي د جريدې مثبتې اغېزې بیان کړې او په دې لار کې يې د دوام هیله وښودله. په پای کې غونډه له دعایې وروسته، د (مزل) د ۱۹مې ګڼې په پرانیستلو(خپرولو) چې محتوا يې دویمې کاليزې ته ځانګړې شوې او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو نظرونو ته پکې ځای ورکړل شوی، پای ته ورسېده.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۱۶
Background image

د بلخ پوهنتون تدريسي روغتون مسؤولينو له لوري ( د ساري نارغيو) په سرليک د شمال زون په کچه بلخ ولايت کې د تخصصاتو اړوند د امام ابو یوسف رحمه الله ديني جامعې فضلاوو ته سمينار داير شو!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادی الثانی مياشتې په ۱۳ مه، د امام ابو یوسف رحمه الله دیني جامعې مسؤولينو په  غوښتنه د بلخ پوهنتون تدريسي روغتون مسؤولينو له لوري ( د ساري نارغيو) په سرليک د شمال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۱۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عامه پوهاوي په موخه د ناسمو دودونو اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه ځانګړی فرمان په دری ژبه هم چاپ او د ودانيو په دهليزونو کې په بنري ډول ولګېد!

پنجشنبه د ١٤٤٧ه‌ ق کال د جمادی الثاني په ۱۳ مه، د بلخ پوهنتون اړيکو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د بلخ پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ودانيو په دهلیزونو کې د ناسمو دودونو اړوند د امیرالمؤمنین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادی الثانی مياشتې په ۱۲ مه، په بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه، د يادې. . .

BACK TO NEWS