د ښه خدمت په موخه يې تقدير کړل!

ba_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۲
خبر

د پنجشنبې په ورځ مالي او ادارې چارو مرستيال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په خپل کاري دفتر کې

شمال زون سپورټ په برخه کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د پلازمينې کابل څخه د راغلو هئياتانو چې څو ورځې يې د ميلمه پالنې جوګه وو. نن د خدای پامانۍ په مناسبت ناسته وکړه.

راغلو ميلمنو په بلخ پوهنتون کې د زون په سطحه د واليبال سيالۍ پر لاره اچولې وې؛ چې اتلولي يې د ياد بلخ پوهنتون په ګټه تمامه شوه.

د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني او د مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي د راغلو ميلمنو دغه کارنامه وستايله او د تګ پر مهال يې ور څخه د زړه له کومي مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت دانسجام رياست فرهنګي چارو مسؤول روح الله عثماني له لوري مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي ته د ښې همکارۍ له امله د هغه په کاري دفتر کې په ستاينليک و نازاوو، او د بلخ پوهنتون مقتدر مشر ښاغلی عثماني صيب په نه شتون کې د هغه ستاينليک هم ښاغلي فضلي ته وسپارو، او د لا نور دغه ډول ښو خدمتونو هيله يې څرګنده کړه.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسليک کړ.

بلخ پوهنتون د رئیس په لارښوونه د کتابتون او معلوماتی ټکنالوژۍ آمر مولوي عبدالقدیر حکیمي د ترکستان د لوړو زدکړو موسسې د کتابتون له مسؤل سره دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسليک کړ.
دياد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۹:۱۲
Background image

بلخ پوهنتون کادري آزموينه

 د غبرګولي په يویشتمه په بلخ پوهنتون کې، د شمال زون: بلخ، بغلان، کندوز، جوزجان، فارياب او سمنګان ولایتونو د کادري بستونو ازموينه واخيستل شوه.

یادې تخصصي آزموينې پيلزه ناسته کې دبلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۹:۸
Background image

د بلخ پوهنتون او فارياب پوهنتون تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

دوشنبه د١٤٤٥/١٢/٤ ه ق بلخ پوهنتون او فارياب پوهنتون تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه لیک د بلخ پوهنتون  رئيس ښاغلي مفتي محمدشريف عثماني او دفارياب پوهنتون علمي مرستيال تر منځ پس له. . .

BACK TO NEWS