د ۱۴۰۳ لمريز کال د زمري د مياشتې په شپاړسمه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د دغه پوهنتون د شپاړس گونو پوهنځيو رئيسانو سره ناسته وکړه،

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۸:۳۹
خبر

نن د ۱۴۰۳ لمريز کال د زمري د مياشتې په شپاړسمه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د دغه پوهنتون د شپاړس کونو پوهنځيو رئيسانو سره ناسته وکړه، دغه ناسته د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

لومړی د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوالو ته د آمرينو په اطاعت ټينګار، او د اوامرو څخه د سرغړونې په نواقصو رڼا واچوله. ښاغلي رئیس د خپلې وينا په اوږدو کې رئيسانو ته لارښوونه وکړه تر څو خپل ماتحت پرسونل په اسلامي سيرت او صورت برابر کړي.

ورپسې  بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل حيات الله حقجو د (وشاورهم فی الامر) په موضوع تم شو.

وروسته بيا د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي«ادخلو فی السلم کافه» تر عنوان لاندې اغيزناکې خبرې وکړې او مسوولين خپلو ديني ارزښتونو ته ځير کړل، ښاغلي فضلي په دغه مجلس د محصلانو د ليلې په فعالولو هم بحث وکړ او يو لس کسيزه کمېټه يې جوړه کړه. ترڅو اړ کسان لیليې ته وروپیژندل شي.

د غونډې په پای کې د بشري سرچینو آمر له لوري، د بلخ پوهنتون پخوانی د استادانو آمر حميدالله عمرخيل د ياد پوهنتون د څېړنيزو چارو مرستيال په توګه وپېژندل شو او د نوموړي پر ځای د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې يو تن استاد پوهنمل اسدالله ناصري د استادانو سرپرست آمر وټاکل شو.
ناسته په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت.

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادی الثانی مياشتې په ۱۲ مه، په بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه، د يادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لابراتوارونو کمېټې ناسته ترسره شوه!

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادالاثانی مياشتې په ۱۱مه د څېړنو او علمي مجلې معاونیت په کاري دفتر کې د بلخ پوهنتون د لابراتوارونو کمېټې ناسته ترسره شوه. د دغه ناستې پيل د قران. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د مالي کميټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه!

دوشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ٣مه د بلخ پوهنتون مالي کمېټې د مالي چارو په اړه ناسته وکړه ياده ناسته د مالي او اداري چارو معاونيت په دفتر کې د معمول سره سم د قرانکریم په. . .

BACK TO NEWS