په بلخ پوهنتون کې د پروپوزال ليکنې ورکشاپ ترسره شو

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۲۰
خبر

د  ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر مياشتې نهمه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش د اسد مياشتې ۱۲ نيټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو لپاره یو تخصصي ورکشاپ د " څېړنيز پروپوزال لیکنه" تر عنوان لاندې داير شو.
ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون، ښاغلي ډاکټر حمیدالله عمرخېل، د څېړنو ارزښت، علمي پرمختګ او د استادانو علمي- څېړنيزو مسؤلیتونو باندې تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي د استادانو د څېړنیز فعالیت د هڅونې او تشویق په موخه مهم انګېزشي ټکي وړاندې کړل او د څېړنې د بنسټیز رول یادونه یې وکړه.
ورپسې، د اجندا مطابق، ښاغلي پوهنيار ديپلوم انجنير وزیر احمد فوشنجي د ورکشاپ اصلي علمي پرزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي د څېړنو پروپوزال لیکنې اړوند عمده موضوعات، لکه د عنوان انتخاب، سریزه، څېړنيزې موخې، او پوښتنې، د څېړنې شالید، منابعو راټولونه، او د جوړښت اړوند نور تخنیکي اړخونه په تفصیل سره تشریح کړل.
له هغه وروسته، د څېړنو آمر محترم، ډاکټر اسحاق رحیمي، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو لارښود پر بنسټ د څېړنیز پروپوزال معیارونه، بڼې او اړینې برخې روښانه کړې او ګډونوالو ته يې لازمي وضاحتونه وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې استادانو ته  ستاینلیکونه وويشل او دا علمي غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS