د ۱۴۰۳ لمريز کال د زمري د مياشتې په شپاړسمه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د دغه پوهنتون د شپاړس گونو پوهنځيو رئيسانو سره ناسته وکړه،

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۸:۳۹
خبر

نن د ۱۴۰۳ لمريز کال د زمري د مياشتې په شپاړسمه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د دغه پوهنتون د شپاړس کونو پوهنځيو رئيسانو سره ناسته وکړه، دغه ناسته د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

لومړی د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوالو ته د آمرينو په اطاعت ټينګار، او د اوامرو څخه د سرغړونې په نواقصو رڼا واچوله. ښاغلي رئیس د خپلې وينا په اوږدو کې رئيسانو ته لارښوونه وکړه تر څو خپل ماتحت پرسونل په اسلامي سيرت او صورت برابر کړي.

ورپسې  بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل حيات الله حقجو د (وشاورهم فی الامر) په موضوع تم شو.

وروسته بيا د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي«ادخلو فی السلم کافه» تر عنوان لاندې اغيزناکې خبرې وکړې او مسوولين خپلو ديني ارزښتونو ته ځير کړل، ښاغلي فضلي په دغه مجلس د محصلانو د ليلې په فعالولو هم بحث وکړ او يو لس کسيزه کمېټه يې جوړه کړه. ترڅو اړ کسان لیليې ته وروپیژندل شي.

د غونډې په پای کې د بشري سرچینو آمر له لوري، د بلخ پوهنتون پخوانی د استادانو آمر حميدالله عمرخيل د ياد پوهنتون د څېړنيزو چارو مرستيال په توګه وپېژندل شو او د نوموړي پر ځای د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې يو تن استاد پوهنمل اسدالله ناصري د استادانو سرپرست آمر وټاکل شو.
ناسته په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت.

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS