د ايران قونسلګرۍ دفرهنګي چارو مسؤول د بلخ پوهنتون له رئيس سره لیدنه.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۵۴
خبر

په بلخ ولايت کې د ايران هېواد د فرهنګي چارو مسوول ډاکټر سيد روح الله «حسيني» د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي سره په خپل دفتر کې ناسته وکړه، دغه ناسته د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

په دغه ناسته کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي، په بلخ ولايت کې د ايران هېواد د فرهنګي چارو مسوول هر کلی وکړ، او وروسته له هرکلي د اکاډميکو چاپېريالونو په دوه اړخيزو همکاريو خبرې وشوې.

بلخ پوهنتون ته د ايران هېواد د فرهنګي چارو مسوول، په خپل راتګ سره د ياد پوهنتون د کتابخانې غني کولو او د محصلانو او استادانو لپاره د بورسونو په برابرولو ژمنه وکړه.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

 

photo

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS