په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه.

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۱۹
خبر

نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق رجب المرجب مياشتې په اتلسمه په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اړوندو آمرينو سره اداري مياشتنۍ نوبتي ناسته د قرآن کریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پيل کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» ګډونوالو ته د هرکلی سره لارښوونيزو خبرو په ترڅ کې د هغوی خدمتونه او هڅې وستايلې او دغه خدمت يې د ټولو ټولنيز مسؤلیت وباله او په راتلونکې کې يې ترې هم د ورته کړنو غوښتنه وکړه. 

دغه راز ښاغلي «مومن يار» د ناستې ګډونوال ملي ګټو ژمنتيا ته راوبلل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې په راتلونکې کې د چارو لا ښه والي ته پوره ځير شي؛ ترڅو الله تعالی او ملت ته په پوره معنی ځواب ويونکي واوسي.

ورپسې د دغه معاونيت اړوند هر آمر  خپل آمريت د کړنو راپور، ستونزې او اړتياوې له ښاغلي مرستيال سره شريکې کړې؛ تر څو د حل لپاره يې اړينې کړنې ترسره شي.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS