بلخ پوهنتون کې د فايبر نوري شبکې د تطبيق په اړه همغږيزه ناسته

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۳
خبر

دپنجشنبه په ورځ د مرغومې مياشتې په شلمه په بلخ پوهنتون کې د فايبر نوري شبکې د تطبيق  په اړه همغږيزه ناسته وشوه. دغه ناسته چې د بلخ پوهنتون مالي او حسابي آمريت کې داير شوې وه، چې پيل يې د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

 

په نوموړې ناسته کې د ياد پوهنتون مالي او اداري معاونیت سرپرست د مالي او حسابي چارو آمر مولوي شیخ میر صدام د کار کوونکو چارو آمر، د رياست آمر دفتر، د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر او د افغان ټيلېکام رياست څخه د فايبر نوري شپکې آمر او مدير ګډون درلود.

 

په دغه ناسته کې د فايبر نوري شپکې آمر انجنير محمد نسيم سره، د نوموړې پروسې د تطبيق په اړه خبرې وشوې چې په ضمن کې يې انجنير محمد نسيم د پوهنتون له رهبرۍ څخه هيله وکړه، چې د ياد پروسې د تطبيق په جريان کې د پوهنتون ماسټر پلان شريک کړي؛ تر څو په راتلونکي کې پروسه ټکنۍ نه شي او ستونزې ايجاد نه کړي.

په ياده ناسته کې دبلخ پوهنتون له لوري دهر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو .او د کړنو دښې همغږۍ او همکارۍ لپاره د It او تکنالوژي معلوماتي آمر ښاغلی انجنیر عبدالسلام احمدزی ور وپيژندل شو.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS