دلیلیې اړوند کمېټې مشورتي ناسته.

ba_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۱۵:۵۱
خبر

شنبه د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د زمري (اسد) مياشتې په(۲۷)مه، په بلخ پوهنتون کې د ليلې  فعالېدو په موخه، د دغه پوهنتون  مالي او اداري چارو مرستيال، د ليليې لپاره  ځانګړې شوې کمېټې سره، د  محصلانو چارو مرستيال په همکارۍ مشورتي ناسته وکړه او په ليليه کې يې د محصلانو د دېره کولو لپاره د وړ محصلانو نومليکنې یولړ شرایط وضع کړل ترڅو له یوې خوا د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي او له بلې خوا حق حقدار ته ورسيږي.

همدا راز په دغه ناسته کې د لیلیې عمومي مدير ته دنده وسپارل شوه، چې د ليليې لپاره ترتيب شوي طرحه په لیکلې بڼه له ټولو پوهنځيو سره شريک کړي؛ ترڅو شرایطو ته په کتو سره، هر  پوهنځی د خپلو وړو کسانو نوملړ ترتيب  او د ليليې عمومي مديريت ته واستوي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

 

photo

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS