د بلخ پوهنتون رئیس ښاغلي عثماني د دوست هېواد ترکيې قونسلګرۍ د ديني چارو مسؤل سره دوستانه ناسته !

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۸:۵۹
News

  شنبه د۱۴۴۵/۱۰/۱۱ هـ ق د بلخ پوهنتون رئیس ښاغلي عثماني په خپل دفتر کې، د دوست هېواد ترکيې قونسلګرۍ د ديني چارو مسؤل سره دوستانه ناسته ترسره کړله!

 

لومړی د بلخ پوهنتون رئیس مفتي محمد شريف عثماني د راغلو میلمنو  دروند هرکلی وکړ او د هرکلي تر څنګ يې د دواړو هېوادونو د هر اړخيزه اړیکو یادونه وکړه، ښاغلي رئيس په خپلو خبرو کې وويل: چې ترکې هېواد له مونږ سره په بدو او سختو حالاتو کې خواخوږی ښودلی، او زمونږ لاسنيوی يې کړی دی، او لا يې هم کوي، د دوی همکارۍ او مرستې لکه د لمر نه دې پټې، بايد مننه ترې وشي.

د ښاغلي رئيس صاحب څخه وروسته په مزار شريف کې د ترکېې هېواد قونسلګرۍ د ديني چارو مسؤول  محمدنور اقدوان خپلې خبرې پيل کړلې او ويې ويل: زمونږ دا مرستې لا په هيڅ حساب دي، مونږ کوښښ کوو، چې نورې لا ډېرې مرستې مو هم وکړو، زه ډېر په وياړ سره راغلی يم او افغانستان خپل هېواد ګڼم ماته ترکيه او دا ځای هيڅ توپير نه کوي؛ ځکه چې مونږ مسلمانان يوو او په اسلام کې سرحد نه شته.

 

وروسته بیا مفتی شفيق الله مظهري، چې د بلخ پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئيس دی، هم د ملګري  هېواد هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو ګډ ارزښتونه، چې له پخوا راهسې جریان لري، په راتلونکي کې يې د لا پياوړتيا هيله څرګنده کړه.

 

همدا راز د ملګري هېواد څخه راغلي ميلمه د پوهنتون په هره برخه کې د همکارۍ او مرستې ژمنه وکړه او سربېره پر دې يې غوښتنه وکړه: چې د شرعیاتو پوهنځي، جومات او د کتابتون لپاره مو ځای او نقشه له مونږ سره شريکه کړئ؛  تر څو د جوړښت په اړه یې مونږ په راتلونکې کې د خپل هیواد له لوړو پوړو چارواکوسره خبره شريک او پایلې به یې له تاسو سره شريکې کړو.

 

په پای کې دبلخ پوهنتون رئیس راغلو مېلمنو ته دقرآنکريم د آياتونو لاسی لیکل شوې تابلو ډالۍ کړه

او د مېلمنو له خوا هم استادانو لپاره د دیوان مجله اوښاغلی عثماني ته دوه ټوکه قرآن کريمونه د دری ترجمې سره ډالۍ کړل.

ناسته دخیر په دعا سره پای ته ورسېدله.

 

د بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS