د مالي او اداري چارو مرستيال مياشتنۍ نوبتي ناسته!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۶
خبر

د دوشنبه په ورځ د دلوې مياشتې په لومړۍ نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال نجيب الله «کروخي» د خپل پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه، ياده ناسته د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي «کروخي» د ګډونوالو هر کلی وکړ او وروسته له هر کلي  يې د نوموړې پوهنتون په مالي او اداري برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې خپلو اهدافو ته مو سمه پاملرنه وکړئ او کوښښ وکړئ چې يو بل ته په لاس ورکولو سره ستونزې هوارې کړئ.

د غونډې په دوام کې د دغه معاونيت اړوند آمرينو خپل مياشتني راپورونه وړاندې کړل او نوموړي معاونيت ته يې د کار ښه پر مخ وړلو ډاډ ورکړ.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

BACK TO NEWS