د کمپیوتر ساینس پوهنځي محصلانو د نوي اختراعاتو يو ورځنی نندارتون نندارې ته وړاندې کړ.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۵
خبر

سې شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د جمادي الاول مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو خپل ابتکارونه د يو ورځني نندارتون له لارې چې د ياد پوهنځی مسؤلينو له لوري ترتيب شوی وو نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه نندارتون کې محصلانو د خپل زيارونو  پايلې او نوښتونه د نويو اپلکېشېنونو، سيستمونو او عصري ډيټابيسونو په شکل نندارې ته وړاندې کړل، چې د بلخ پوهنتون رهبرۍ(علمي چارو مرستيال، مالي او اداري چارو مرستيال او د علمي مجلې او څېړنو مرستيال)له لوري تشويق او وهڅول شول؛ تر څو په راتلونکې کې په خپل کړو نوښتونو کې پراختيا رامنځته کړي او د وطن ځوریدلي ولس لپاره د اسانتياوو لامل وګرځېږي.

بايد وويل شي، چې له دغه نندارتون څخه د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو بېلابېلو پوهنځیو محصلانو هم ليدنه وکړه او د محصلانو د تشويق لپاره يې د ابتکار کوونکو هڅی وستايلې.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS