په بلخ پوهنتون کې د شپاړس ګونو پوهنځیو د محصلانو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې!
شنبه د روان (۱۴۴۶) ه ق کال د محرم الحرام د میاشتې په(۲۱)مه په بلخ پوهنتون کې د محصلانو د پسرلني سمستر ازموینې پیل شوې.
د دغه ازموينو د څار په موخه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شریف عثماني د معادن انجنيرۍ پوهنځي د ازموينې صحنې و ارزولې او له استادانو څخه يې د عدالت پلي کولو لپاره د روڼتیا غوښتنه وکړه.
د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال محمد شریف آمين، چې د ازموینو له صحنو څخه یې لېدنه کوله، استادان دې ته وهڅول، چې تر ممکنه حده پورې د محصلانو په ازموینو کې له شفافیت څخه کار واخلي؛ تر څو هر محصل د خپلې وړتیا پر اساس ازموینه ورکړي او ورکړل شویو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
ښاغلي امين همداراز محصلان هم غوره مطالعې ته وهڅول؛ تر څو پر خپلو مټو وکولای شي، خپلو هغه هیلو ته ځان ورسوي، چې دوی ورته په تمه دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم نن شنبه د محرم الحرام میاشتې په (۲۱ )مه د هېواد په يخو سيمو پوهنتونونو کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې دي.
بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي