برنامه آموزشی و آگاهی دهی "معرفی لایحه جذب اعضای کادر علمی، معرفی پالیسی مرور برنامه های علمی و معرفی فورم ها و چک لیست های تقرر و پروسه‌ی شارت لیست شدن اعضای کادر علمی"

ba_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱۱/۳ - ۱۹:۱۶

نن سه شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي په ۳۰ مه، د بلخ پوهنتون د علمي چارو معاونیت له خوا د بلخ پوهنتون او د بلخ ولایت خصوصي تحصیلي بنسټونو د بېلابېلو پوهنځیو د ‌‌‌‌‌‌ډيپارټمنټونو امرینو او یو شمېر استادانو ته د ((د علمي کادر د جذب لایحې پېژندنه، د علمي پروګرامونو پالیسۍ پېژندنه، د تقرر د فورمونو او چک لېستونو پېژندنه او د علمي کادر غړو د شارټ لېست کېدو د پړاوونو پېژندنه)) تر سرلیک لاندې د پوهاوۍ ورکونې او ښوونیزه غون‌‌‌‌‌‌ډه ونیول شوه.
غون‌‌‌‌‌‌ډه د قرآن کریم د څو ایاتونو پر تلاوت کولو وروسته د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهندوی احمد رشاد جمالیار له خوا رسماً پيل شوه.
وروسته د انسجام امر پوهاند امان الله مونس ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته د کادري غړو د جذب لایحه وروپېژندله او ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د بیالیدنې پالیسۍ پېژندنې ملي ترینر ښاغلی پوهنیار محمد راتب کاوه د علمي پروګرامونو بیالیدنې پالیسۍ په هکله معلومات وړاندې کړل، چې وروسته ښاغلي پوهندوی احمد رشاد جمالیار د کلنۍ نظارت د راپور پر فارمټونو او دوره يي لټون هم رڼا واچوله. او په پای کې د علمي کادر غړو د تقرر او شارټ لېسټ کېدو فورمونه او چک لېستونه د ښاغلي پوهنمل عبدالواحد انصاري له خوا ګ‌‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته وروپېژندل شول.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۳۷
Background image

دنوي رئیس دپېژندګلوۍ غونډه

دوشنبه د روان ۱۴۰۳لمريز کال د وږي د مياشتې په دوولسمه د بلخ پوهنتون ریاست لپاره د نوي رئیس پېژندګلوۍ په مناسبت ناسته داېره شوې وه، چې پيل يې د محصلانو چارو د انسجام آمر له خوا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۱۵
Background image

داداري کارکونکو څارنه.

نن د وږي د مياشتې په (څلورمه) د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني، د څار په موخه د ياد پوهنتون د يوشمیر  اداري کارمندانو پر شبعو وګرځېد او د مراجعينو څخه يې د مديرانو د ښه کار کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۴
Background image

د دعوت او ارشاد له لوري استادانو ته درې ورځنی دیني او علمي سيمينار

د چهارشنبه په بلخ پوهنتون کې د دعوت ارشاد آمريت له لوري، د استادانو لپاره ځانګړي شوي درې ورځني سمينار دويمه ورځ وه، چې د ديني علماوو له لوري پکې د ظاهر او باطن په جوړولو خورا ارزښتمند. . .

BACK TO NEWS