بریښنايي آزموينو په مرکز کې کار اهل کار ته سپارلو په موخه ازموينه واخيستل شوه.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۵
خبر

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران والحدیث محمد سيد هاشمي په لارښوونه کار اهل کار ته سپارلو په موخه د بلخ پوهنتون کارکوونکو چارو آمريت څه موده وړاندې ۴ څلور اداري بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپارلي وو چې سه شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب  مياشتې په ۱۶مه سهار مهال ۷ بجې يې د آزموینې پيليزه ناسته د قرآن کریم په مبارکو ايتونو سره پیل شوه.

 

په ياده ناسته کې لومړی د بلخ ولايت اداري اصلاحاتو رئیس ښاغلي مولوي نيک محمد «حنفي» د ازموینې نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ازموینې په طرزالعمل خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې د روڼتيا ډاډ ورکړ.

 

ورپسې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» ګډونوال وهڅول ترڅو په پوره ډاډ سره پوښتنو ته ځواب ورکړي او دردېدلي اولس لپاره د خدمت جوګه وګرځي، ښاغلي «مومن يار» نوماندانو ته د پايلو د روڼتيا ډاډګېرنه ورکړه.

هغه زياته کړه چې حق به حقدار ته رسيږي ترڅو په حقيقي معنا وړ کس په دنده وګمارل شي.

 

د يادولو ده چې په ياده ازموينه کې د بلخ پوهنتون څلورو بستونو: (د ښوونې اوروزنې، طب او انجنيرۍ پوهنځيو) لابرانت او د ادبياتو پوهنځي د کتابتون مديريت لپاره ( ۱۰۳  ) کسانو نوم ليکنه کړې وه چې ازموینه يې تېره ورځ او نن دوام لري چې پایلې به يې هم مهاله له ګډونوالو سره شریکې شي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

BACK TO NEWS