د عامه ادارې پوهنځی

د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي تاريخچه

د دولتي موسساتو او ادارو، خصوصي سکتورونو، مدني ټولنو او د نړيوالو سازمانونو لپاره د متخصصو او متعهدو کادرونو په درلودلو، په مختلفو سطحو کې د ظرفيتونو د پرمختګ او لوړاونې، د يوې ښې حکومتولۍ په لوړولو کې رغنده رول لوبولو او د دې ټولو غوښتنو ته په پام سره بلخ پوهنتون په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د (عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی) تر نوم لاندې د ملګري هېواد المان د GIZ دفتر په مالي او تخنيکي مرستې منظور او په ۱۳۹۱ لمریز کال د اسنادونو په طی مراحلو او د منظورۍ په اخيستلو، د ۲۴۳ تنو محصلانو (۱۸۲ نارينه او ۶۳ ښځينه) په ګډون په فعاليت پیل وکړ.

د بلخ پوهنتون د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي په پيل کې د يو څو محدودو درسي اطاقونو او يوې ادارې په درلودلو پر فعاليت پيل وکړ. وروسته د ۱۳۹۳ لمريز کال د تلې په ۱۷ مه بلخ پوهنتون نوموړي پوهنځي ته يو نوی تعمير په عالي امکاناتو او د يو مناسب چاپيريال په درلودلو سره، چې د المان هېواد په مرسته جوړ شوی و، ګټې اخيستنې ته وسپاره.

په عامه اداره او پاليسۍ کې د لېسانس پروګرام (Bachelor in Public Policy & Administration) محصلان د مديريت له نويو مهارتونو او پوهو، د دولتي سازمانونو مديريت، د مطلوبو پاليسي ګانو تدوين، د پاليسۍ تطبيق، د پاليسۍ ارزونه، د انکشافي چارو بررسي، د خصوصي کسب و کار مديریت، د ولسي ټولنو او سازمانونو مديریت او په نړيوالو سازمانونو کې يې کار کولو ته تياروي.

محصلان به لازمې عملي تجربې تر لاسه کړي، تر څو له فراغته وروسته په اداري کارونو کې د عملي کارونو په برخه کې د کار کولو وړتيا او توانايي ولري. په مسلکي پوهې، علمي او فني مهارتونو به هم پوهه تر لاسه کړي، چې د ماسټرۍ او دکتورا لپاره هم ضروري دي.

په نننۍ نړۍ کې پاليسي او اداره د يوې مطالعاتي او څېړنيزې حوزې په توګه، يوه ځوانه، ډېره کارېدونکې او موډرنه رشته ده او د پرمختګ په حالت کې ګڼل کېږي، چې د تدوین، تطبيق او د ټولنيزو، اقتصادي او سياسي پاليسي ګانو په ارزونه کې ډېره په کار وړل کېږي. همدارنګه د اړتيا وړ دولتي او خصوصي مختصصانو په روزلو او تربیه کې ترې ډېره استفاده کېږي.

اوسمهال د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی د درېو فعالو ډيپارټمنټونو(عامه اداره، عامه پاليسي او د توسعې مديریت) درلودونکی دی، چې هر کال ډېر شمېر محصلان د کانکور ازموينې له لارې نوموړو ډيپارټمنټونو ته داخلېږي.