د ټولنيزو علومو پوهنځی

د ټولنيزو علومو پوهنځي تاريخچه

د ټولنيزو علومو پوهنځی د هغه رسالت پر بنسټ، چې د ټولنې او ولس لپاره يې په غاړه لري، تاسیس شو. د ټولنيزو علومو د پوهنځي د له جوړېدو هدف دا و، چې د مسلکي، د تاریخ په بېلابېلو مواقعو کې په ورځنيو موضوعاتو پوهو متعهدو متخصصينو، لرغون پېژندونکو، ارواپوهانو او هنرمندانو روزنه ده. په همدغو برخو کې د اختصاصي پوهې د ترلاسه کولو شديده اړتيا ددې لامل شوې ده، چې د ټولنيزو علومو پوهنځی د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې تاسیس شي.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې په ۱۳۶۹ لمريز کال کې د ټولنيزو علومو پوهنځی د (عمومي تاريخ) او د (د بشري علومو او ادبیات) پوهنځيو په چوکاټ کې فعاليت درلود؛ خو له ۱۳۹۲ لمریز کال وروسته لرغون پېژندنه، ارواپوهنه او ښکلي هنرونه ډيپارټمنټونه د ټولنیزو علومو په چوکاټ کې جوړ شول.

د ټولنيزو علومو په چوکاټ کې شپږ ډيپارټمنټونه د فعالیت جواز لري، چې څلور ډيپارټمنټونه يې فعال دي او څو دورې فارغان يې ټولنې ته وړاندې کړي؛ خو دوه نور ډيپارټمنټونه یې د يو مناسب ځای او د علمي کادرونو په نه درلودلو سره تر اوسه غیرفعال دی.

اوس مهال په دې پوهنځي کې ۷۰۴ تنه محصلان په زده کړو بوخت دي.

ډيپارټمنټونه

۱- د عمومي تاريخ ډيپارټمنټ (فعال)

۲- د لرغون پېژندنې ډيپارټمنټ (فعال)

۳- د روزنيزو علومو او ارواپوهنې ډيپارټمنټ (فعال)

۴- د ښکليو هنرونو ډيپارټمنټ (فعال)

۵- د فلسفې ډيپارټمنټ (غیر فعال)

۶- د ټولنپېژندنې ډيپارټمنټ (غیر فعال)

د يادولو وړ ده، چې اوس مهال په دې پوهنځي کې ۲۱ تنه علمي کادر غړي په تدريس او اکاډميکو فعاليتونو بوخت دي. همدارنګه تر اوسه ۸۰۴ تنه د دې پوهنځي له ورځينو ټولګيو او ۱۶۰ تنه ورڅخه د شپې ټولګيو څخه فارغ شوي دي.

تبصره: د ټولنيزو علومو پوهنځي د ډيپارټمنټ فارغان د ډيپارټمنټونو د فعاليت له نظره متفاوته دي، چې دغه تفاوتونه په لاندې ډول ياولی شو:

۱- د عمومي تاريخ ډيپارټمنټ چې د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځي له چوکاټ څخه بېل شوی او د ټولنيزو علومو پوهنځي ته لوړ شو، په ۱۳۶۹ لمريز کال کې يې د لومړي ځل لپاره محصلان ومنل او په ۱۳۷۲ لمریز کال کې يې لومړۍ دوره فارغان ورکړل، چې له همغه وخت څخه وروسته محصلان جذبوي او فارغان ورکوي. دا چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د عمومي تاريخ ډيپارټمنټ د ټولنيزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې داخل شو، له دې نېټې وروسته فارغ محصلان يې د ټولنيزو علومو پوهنځي اړوند حساب شوي دي. همدارنګه دا ډيپارټمنټ په ۱۳۹۱ لمريز کال کې په دشپې درسي پروګرام کې د فعاليت جواز واخیست او په فعاليت يې پيل وکړ.

۲- د لرغون پېژندنې ډيپارټمنټ د تاسيس له کاله دېخوا په ۱۳۹۲ لمریز کال کې محصلان جذب کړي او په ۱۳۹۵ لمریز کال کې يې د لومړنۍ دورې فارغان خپلې ټولنې ته وړاندې کړي دي.

۳- د روزنيزو علومو او ارواپوهنې ډيپارټمنټ په ۱۳۹۳ لمريز کال کې محصلان جذب کړل او په ۱۳۹۶ لمريز کال يې يې د لومړۍ دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. په دشپې درسي پروګرام کې يې هم له ۱۳۹۵ لمریز کال څخه وروسته محصلان جذبوي.

۴- د ښکليو هنرونو ډيپارټمنټ هم په ۱۳۹۳ لمریز کال کې محصلان جذب کړل او په ۱۳۹۶ لمريز کال يې د لومړۍ دورې فارغ محصلان ټولنې ته وړاندې کړي دي.