بلخ پوهنتون کادري آزموينه

ba_admin
Tue, Jun 11 2024 9:12 AM
خبر

 د غبرګولي په يویشتمه په بلخ پوهنتون کې، د شمال زون: بلخ، بغلان، کندوز، جوزجان، فارياب او سمنګان ولایتونو د کادري بستونو ازموينه واخيستل شوه.

یادې تخصصي آزموينې پيلزه ناسته کې دبلخ پوهنتون رئیس  مفتي محمدشريف عثماني دلوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دهغوي هلې ځلي وستايلې چې په دې اکادمیکې برخه کي يې د بلخ پوهنتون سره مرسته وکړه، ښاغلي عثماني همداراز نوماندانو ته ډاډ ورکړ چې پروسه به په پوره شفافیت سره پر مخ بیایي.

د دې کادري آزموينې بریالیو نوماندانو په  جذب سره به په اړونده علمي بنسټونو کې تدریسي چارې چټکې او د محصلانو ستونزې تر ډيره حل شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ښاغلي پوهنمل معاذالله نسيم  د آزموينې په ارزښت او څرنګوالي خبرې وکړې او د آزموينې په روڼتیا يې ټينګار وکړ.

وروسته بیا د بلخ پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل حیات الله حقجو  ممتحنينو ته سپارښتنه وکړه چې دآزموینې روڼتيا ته پوره پاملرنه وکړي.

آزموينه مخکې له غرمې په ١١ بجو پيل او په ٢ بجو پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت.