د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال له يو شمېر اداري شعباتو څخه ليدنه وکړه!

ba_admin
Tue, Jul 22 2025 2:47 PM
خبر

نن سه شنبه د۱۴۴۷ ھ ق کال د محرم الحرام په ۲۶مه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» د بلخ پوهنتون يو شمېر اداري شعباتو څخه ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې لومړی د ښاغلي مرستيال له لوري د خدمتونو چارو عمومي مدير له کړنو څارنه وشوه، چې په پايله کې د ښاغلي مرستيال لخوا ورته وويل شول: چې د دې علمي بنسټ او درسي چاپېريال پاکوالي، ښکلا او سمسورتيا ته پوره پاملرنه وکړي تر څو د محصلينو په ذهني سکون او علمي وده کې رغنده رول ولوبوي.

همداراز ښاغلي مرستيال د خپل معاونيت اړوند د دوو نورو آمريتونو آی ټي او معلوماتي ټکنالوژۍ، او نشراتو آمريتونو څخه هم ليدنه وکړه او هغوی ته يې د کار په چټکتيا او ښو خدمتونو وړاندې کولو لارښونه وکړه.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت