په بلخ پوهنتون کې د ازموينو کمېټې د محصلانو د ازموينو په مناسبت ناسته وکړه!

ba_admin
Tue, Oct 21 2025 11:21 AM
خبر

د دوشنبه په ورڅ د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۷ مه په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال په خپل کاري دفتر کې د ازموينو کمېټې سره د محصلانو د ازموينو په مناسبت ناسته وکړه، د دغه ناسې پيل د قران عظيم الشان په مبارک کلام لوستلو سره وشو.

په دغه ناسته کې د تېر پسرلني سمسټر په شوقوو او د روان سمسټر په ۲۰٪ سلنه ازموينو خبرې وشوې.

دغه راز ښاغلي مرستيال ډاکټر ګل خان «نبي زاده» د يادې کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې د تېر پسرلني سمسټر شوقې ژر تر ژره را غونډې کړي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت