په بلخ پوهنتون کې د عامه پوهاوي په موخه د ناسمو دودونو اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه ځانګړی فرمان په دری ژبه هم چاپ او د ودانيو په دهليزونو کې په بنري ډول ولګېد!

ba_admin
Sat, Dec 06 2025 9:11 AM
خبر

پنجشنبه د ١٤٤٧ه‌ ق کال د جمادی الثاني په ۱۳ مه، د بلخ پوهنتون اړيکو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د بلخ پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ودانيو په دهلیزونو کې د ناسمو دودونو اړوند د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی ورعاه  فرمانونه چې له دې وړاندې په پښتو ژبه چاپ شوي، په دري ژبه هم چاپ او په فلزي چوکاټونو کې ترتيب او ولګول شول.

د يادولو ده، چې د ياد آمريت له لوري د همدغه فرمان يو شمېر بنرونه څه موده وړاندې په پښتو ژبه د بلخ پوهنتون ليليې په ګډون د پوهنځيو په دهليزونو کې لګېدلي و، چې دمګړۍ د هېواد په بلې رسمي ژبې(دری) هم چاپ او ولګول شول.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت