په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري پر لاره اچول شوي درې ورځني ديني او علمي سيمينار دويمه ورځ هم په منظم ډول پای ته ورسېده!
يکشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۸ مه په بلخ پوهنتون کې د معمول په شان د ديني او علمي سمينار دويمې ورځې پيل د پوهنتون د رهبرۍ په حضور کې د قران عظيم الشان په مبارکو آيتونو وشو.
نن په دغه علمي کور کې د بلخ زون امام ابو يوسف رحمه الله ديني جامعې علمي چارو مرستيال شيخ القران والحديث محمد اقبال «نوري» په نبوي سنتو او د اسلام له ليد لوري د ږيرې په اهميت سرليکونو د سمينار له ګډونوالو سره اسلامي معلومات شريک کړل.
ورپسې د بلخ ولايت جهادي مدرسې استاد شيخ القران و الحديث جان محمد «حقاني» د شرعي امير حکم، حقوق او د امير اطاعت په سرليکونو علمي او ديني بحث وکړ.
د ياد علمي او اصلاحي سمينار ورستي ويناوال د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران والحديث محمد سيد «هاشمي» د اسلام له ليد لوري د ښځو مقام، حقوق واجبات او په ځانګړي ډول د حجاب او بې حجابۍ په سرليکونو علمي او ديني بحث وکړ.
د يادولو وړ ده، چې په بلخ پوهنتون کې به د مهالوېش سره سم سبا دوشنبه د نوموړي ديني او علمي سمينار وروستۍ ورځ وي لخيره.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.