په بلخ پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه یو شمېر تخنیکي اسانتیاوې فعالې شوې!
د بلخ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د مسؤلینو له لوري د محصلانو عملي زده کړو د پیاوړتیا او د علمي او تخنیکي فعالیتونو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یو شمېر تخنیکي اسانتیاوې فعالې او چمتو شوې دي.
په دغو فعالیتونو کې د محصلانو د عملي زده کړو لپاره د Net Lab (نېټ لب) فعالول، د هارډویر لابراتوار فعالول او د محصلانو د عملي پروژو د ترسره کولو لپاره د اړینو سافټویرونو فعالول شامل دي.
همدارنګه د کمپيوټر ساينس پوهنځي مسوولينو له لوري، د علمي څېړنو معاونیت د اړتیاوو پوره کولو په موخه ډیټابېس جوړ شوی او د اړوندو علمي او څېړنیزو فعالیتونو د ښه تنظیم او ترسره کولو لپاره LCD سکرینونه هم د محصلانو لپاره نصب شوی دي.
چې اوسمهال له یادو اسانتیاوو څخه د محصلانو عملي زده کړو، تخنیکي تمرینونو او عملي پروژو په ترسره کولو کې ګټه اخیستل کېږي او همدا نن د همدغه پوهنځي محصلانو ته په بېلابېلو برخو کې عملي کار ترسره شوی دی.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸/۵/۲۶ ھ ق
۱۴۰۵/۸/۱۶ ھ ش
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت