پنځه ورځنی ورکشاپ د سولې په زده کړه کې د څېړنې او لیکوالۍ علمي روشونه

ba_admin
Fri, Jan 29 2021 9:19 PM
ورکشاپ آموزشی "روش های علمی تحقیق و نگارش پیشنهاد تحقیق در آموزش صلح"

د بلخ پوهنتون سولې مرکز لخوا د بېلابېلو پوهنځيو شپاړلس تنو استادانو لپاره د (د سولې په زده کړه کې د څېړنې او لیکوالۍ علمي روشونه) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ د مرغومې له ۵ څخه تر ۹ پورې د علمي چارو معاونیت د غون‌‌‌‌‌‌ډو په تالار کې ترسره شو.
په دې ورکشاپ کې بېلابېلې موضوګانې لکه څېړنه، د څېړنې ‌‌‌‌‌‌ډولونه، د څېړنې لارې _ چارې، د څېړنې وړاندیزول، د څېړنې پړاوونه، د یوې ښې فرضیې ځانګړنې، د معلوماتو د راټولولو او تجزیې توکو روشونه په بېلابېلو بېلګو کې د ‌‌‌‌‌‌سولې مرکز د څېړنې برخې ټرېنر ډاکتر سید اسماعیل عمران لخوا ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته وړاندې شوې.
د دغه ورکشاپ په اوږدو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو د سولې او شخړو د حل په برخه کې د څېړنې څو وړاندیزونه د ګروپي کار په ‌‌‌‌‌‌ډول پر مخ یوړل.
ورکشاپ ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېد.