د اما رت پېژندنې رقابتي ازموينې کمېټې ناسته!

ba_admin
Tue, Jul 02 2024 9:31 AM
خبر

په بلخ پوهنتون کې د امارت پېژندنې رقابتي ازموينې لپاره د دغه پوهنتون رهبرۍ ناسته وکړه.

دغه ناسته د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه او له تلاوت څخه وروسته د بلخ پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل حيات الله حقجو  د ګډونوالو هر کلی وکړه او د امارت پېژندنې رقابتي ازموينې په ګټو او ارزښتونو وغږیده.

 

ورپسې د ياد پوهنتون د محصلانو د چارو مرستيال پوهنوال محمد شريف امين هم د امارت پېژندنې رقابتي ازموينې په ګټو لنډه رڼا واچوله او ويې ويل چې دا ځل له نېکمرغه په دغه ازموينه کې 1008 تنو محصلانو نوم ليکنه کړې ده، چې ازموينه به يې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ دسرطان(۱۴)واخيستل شي او د لوړو نمرو اخستونکي به په نغدي جايزو وستايل شي.

په ياده ناسته کې دازموينې لپاره استادان، د پوښتنو تصحيح او پرچو ارزونې لپاره کمیټې جوړې شوې.

ناسته په دخير په دعا سره پای ته ورسیده.

 

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.