په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره اداري ناسته وکړه!

ba_admin
Wed, Oct 08 2025 12:51 PM
خبر

سې شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ۱۴مه، په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره د اداري  چارو، په روڼتيا او چټکتيا په موخه اداري ناسته وکړه.

 

د بلخ پوهنتون محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبي زاده» په پيل کې د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ښه راغلاست ترڅنګ يې د اداري کارونو په روڼتيا، چټکتيا او د فرامينو د څار په موخه ارزښتناکه وينا وکړه.

 

ښاغلي مرستيال، مخاطبينو ته وويل: چې خپلو کارونو ته پاملرنه وکړئ، د ولس خدمت په ښه ډول ادا کړئ، نور ادارو ته چې مکتوبونه لېږئ، متن او شکلي بڼې يې دقيقې وګورئ او بيا يې ولېږئ، تر څو کومه تېروتنه رامنځته نه شي.

 

همدغه شان ښاغلي مرستيال د خپلو اداري کارکوونکو سره د  دندو لايحو په اصلاح هم خبرې وکړې او په پای کې يې له خپلو کارو کوونکو وغوښتل چې د ستونزو او د کار زياتېدو په صورت کې يو بل ته لاس ورکړي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.