په بلخ پوهنتون کې د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې!
شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال جمادی الثانی مياشتې په لومړۍ چې د ۱۴۰۴لمریز کال د ليندۍ (قوس) مياشتې د لومړۍ نیټې سره برابره ده په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تدريسي مهالوېش سره سم د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې رسماً پیل شوې.
د بلخ پوهنتون رئیس، د علمي او اداري چارو مرستيالانو، د تضمين کيفيت او د محصلانو چارو آمرينو له نږدې څخه د محصلانو د ازموينو صحنې وڅارلې، په دغه څارنه کې نوموړو اشخاصو د محصلانو د د حاضریانو، د ازموینې د نظم، څارنې او د پوښتنلیکونو کیفیت وکاته.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ازموینو کې د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو بېلابېلو پوهنځیو محصلان ګډون لري، چې یادې ازموینې به تقریباً کم و زيات يوه مياشت وخت په بر کې ونيسي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.