د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي پوهنتونونو مسوولينو سره د نویو عايداتي سرچینو احیا کولو په اړه آنلاين کنفرانس ترسره شو.
چهارشنبه د١٤٤٧ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په درېيمه، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي پوهنتونونو مسوولينو سره د نويو عايداتي سرچینو احیا کولو په اړه په آنلاين ډول کنفرانس ترتيب شوي و، چې پيل یې د قران کريم په مبارکو آياتونو سره وشو.
په ياد سیمینار کې د کابل پوهنتون رئيس دکتور اسامه ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل پوهنتون د فارمسۍ پوهنځي لابراتوار منظور کېدو او د هغې څخه د لاسته راغلو عائداتو په اړه خوښي وښوده او دغه عايداتي سرچينه يې بازار او د پوهنتونونو تر منځ د اړيکې مهم ګام وباله.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي رئيس عبدالباري «خپلواک» د عايداتي سرچینو احیا کولو په موخو، په تحصیلي نظام کې د عایداتو انکشاف په ارزښت، طرزالعمل او د عوایدو مصرف کولو په اړه ارزښتمنې څرګندونې وکړې.
د نوموړي کنفرانس په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل؛ ترڅو د عايداتي سرچینو موندنې او پیاوړتیا کې ترې کار واخیستل شي.
د يادولو وړ ده چې په دغه انلاين کنفرانس کې د بلخ پوهنتون رئيس په ګډون مرستيالانو او د پوهنځیو رئیسانو په آنلاين توګه ګډون درلود.