په بلخ پوهنتون کې د مسلکي پراختيا آمريت له لوري د لومړنيو صحي مرستو په اړه درې ورځنی سيمينار ترسره شو.

ba_admin
Thu, Jan 01 2026 12:34 PM
خبر

نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د رجب المرجب مياشتې په ۱۱ مه د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند مسلکي پراختيا آمريت له لوري د لومړنيو صحي مرستو په اړه درې ورځني سيمينار  ترسره شو.

 په دغه سمينار کې د بلخ پوهنتون طب پوهنځي استاد پوهندوی ډاکتر نعمت الله «فطنت» د سمينار تېرو دوه 
ورځني درسونه په عملي توګه ګډونوالو ته تمرين کړل، ترڅو ګډونوالو ترې د پېښو په وخت کې په عملي بڼه ګټه واخلي.

 ښاغلي «فطنت» صيب نن د سمينار په وروستۍ ورځ، د زخمونو پاکول، پانسمان او د بنداژ تړلو طريقې ګډونوالو ته عملي ور وښودلې او د ښې زده کړې په موخه يې په ګډونوالو ګروپي کار وکړ.
 
د يادونې وړ ده، چې په بلخ پوهنتون کې ياد سيمينار د مسلکي پراختيا آمريت له لوري د تدريسي روغتون او طب پوهنځي قدرمنو ډاکترانو په ګډې همغږۍ ترسره او د ستاينلکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.