د بلخ پوهنتون او آريا خصوصي پوهنتون لخوا استادانو ته د نړيوالو معتبرو ژورنالونو پيژندنې يو ورځنى ورکشاپ وړاندې شو.
سه شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۶مه بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت په مرسته او همغږۍ د آريا پوهنتون په کوربه توب د بلخ پوهنتون او بلخ ولايت خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د نړيوالو معتبرو ژورنالونو پيژندنې يو ورځنى علمي ورکشاپ ترسره شو.
ورکشاپ د شرعياتو پوهنځي استاد نامزد پوهنيار مولوى شمس الرحمن شمس لخوا د قرآنکريم په مبارک کلام سره پيل شو.
د ورکشاپ په پيل کې د آريا خصوصي پوهنتون رئيس پوهاند ميرمحمد ظاهر «حيدري» د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووايه او د هرکلي ترڅنګ يې د علمي کنفرانسونو اړوند ارزښتناکې خبرې وکړې.
ورپسې د بلخ پوهنتون علمي مرستیال الحافظ مولوي پوهنمل محب الله هدايت د پوهنتونونو ترمنځ پر علمي همکاريو تاکيد وکړ او دا ډول ورکشاپونه يې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځه د واټن لرې کولو لپاره ګټور وبلل.
وروسته د بلخ پوهنتون علمي کادر غړي پوهنمل نظيف الله انديشمند د نړيوالو ژورنالونو پيژندلو, ډولونو, ځانګړنو او ورته د مقالو لېږلو په لارو چارو خبرې وکړې.
همدا راز د آريا پوهنتون استاد او علمي مرستیال ډاکتر احمد مسعود هم باختري فارسي او عربي معتبر ژورنالونه ګډونوالو ته ور وپېژندل.
په پاى کې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله «عمرخېل» د ورکشاپ موضوعاتو عمده ټکي بیان کړل او د پوهنتونونو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دا ډول ورکشاپونه او علمي همکارۍ به دوام لري تر څو پوهنتونونو کې څېړنه معياري شي.
د يادونې وړ ده چې نوموړی ورکشاپ په انلاين ډول هم خپرېده او د هېواد مختلفو پوهنتونونو استادانو پکې ګډون درلود.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.