د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د زرغونتيا او سمسورتیا کمېټې غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه.

ba_admin
Tue, Jan 20 2026 1:01 PM
خبر

دوشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب په ۲۹مه د زرغونتيا او سمسورتیا کمېټې ناسته د مالی او اداری چارو مرستيال په مشرۍ د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

لومړی د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد مومنيار د ناستې په اساسي موخې خبرې وکړې او د کمیټې غړو ته يې دنیال غوراوي، کېنونې، اوبه خور، ساتنې او د ساحو ټاکلو په اړه خبرې وکړې ترڅو د نوي کال لپاره د زرغونتيا پړاو تر پوره څارنې لاندې پيل او سمه ساتنه ترې وشي ترڅو په راتلونکې کې دنيالونو د وچېدو مخه ونېول شي.

ورپسې د کمیټې غړو د چارو لا سمون لپاره خپل نظرونه شريک کړل.

ناسته په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.