په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!
نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق شعبان المعظم مياشتې په ۱۶ مه په بلخ پوهنتون کې د دغه علمي شورا پيل د بلخ دعوت او ارشاد آمر مولوي ضيا الرحمن عابد له لوري د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.
د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» په خپلو خبرو کې وويل چې مونږ دوه ډوله حقوق لرو، يو د الله تعالی حقوق او بل د بنده ګانو، الله تعالی خپل حقوق بنده ته بښي؛ خو د بنده ګانو حقوق نه بښي؛ نو په دغه مناسبت ښاغلي رئیس د علمي شورا له غړو څخه هيله وکړه، چې خپل مسووليتونه په سم ډول وپېژني او د هيچا حقوق ضايع نه کړي.
ورپسې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال دکتور پوهنمل حميدالله «عمرخېل» او د محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبی زاده» د خپلو معاوينيتونو اړوند مياشتني راپورونه وړاندې کړل.
د علمي شورا په وروستيو شېبو کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د تېر خزاني سمسټر ارزونې په پايله کې د لوړو زدکړو وزارت له لوري د توصيې پورته کولو، د کورسونو ثبت او يو شمېر کيفيت لرونکو محصلانو په اړه خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې په دغه علمي شورا کې نن ټولټال ۸ څېړل شوې دوسيې د شورا د تائيد له پاره وړاندې شوې، چې پکې درې د ترفيعاتو، درې د ارتقا او دوه د انفکاک دوسيې شاملې وې.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت