بلخ پوهنتون کې د ټولنیزو علومو نړيوال ژورنال د هيئت تحرير غونډه ترسره شوه.
دو شنبې، د ۱۴۴۷ کال روژې ۶مه چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۴ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د ټولنیزو علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پیل شوه.
ورپسې، د څېړنو او علمي مجلې معاون، پوهنمل دکتور حميدالله عمرخېل د مقالو د کیفیت لوړولو، نړيوال معيارونو ته د لاسرسي اړوند خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې ژورنال باید د نړيوالو معیارونو سره سمون ولري، ترڅو د علمي ټولنې باور ترلاسه کړي او په معتبره علمي ډیټابیسونو کې شامل شي. هغه همداراز د مقالو اصلاحاتو پروسه مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې هره مقاله باید په دقیقو او علمي معیارونو برابره وي.
د غونډې پر مهال، د اجندا مطابق، ۱۳ مقالې د هئیت تحرير غړيو ته د پرجيکتور پر پرده وښودل شوې، او په اړه یې اصلاحي نظريات ورکړل شول. د مقالو لیکوالان به دغه نظريات په خپلو مقالو کې پلي کوي، چې تر اصلاح وروسته به د اړوندې څانګې متخصصینو ته د تخصصي او هر اړخيزې کتنې لپاره ولیږل شي.
یادونه باید وشي چې بلخ پوهنتون د ټولنیزو علومو نړيوال ژورنال خپله لومړۍ شمېره نشر کړې او دويمه شمېړه به يې د مقالو نهايي تایید څخه وروسته چاپ او انلاين شي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.