په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

ba_admin
Mon, Apr 20 2026 2:22 PM
خبر

نن دوشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د ذوالقعدې مياشتې په درېيمه، په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال برابرولو په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

په بلخ پوهنتون کې د زرغونتيا او ښکلي چاپېريال رامنځته کولو لړۍ د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» په لارښونه د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» له لوري په ډېرې چټکۍ سره روانه ده.

په بلخ پوهنتون کې دغه هڅې د پوهنتون د رهبرۍ له لوري يوازې او يوازې د دې لپاره رواني دي، چې د محصلانو لپاره يو ښکلی او زرغون درسي چاپېريال رامنځته کړي؛ تر څو محصلان په اسانۍ سره په يوه ښه او ارامه فضا کې زده کړې ترلاسه کړي.

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» په بلخ پوهنتون کې د ښکلي او زرغون چاپېريال رامنځته کولو په لړۍ کې د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او په ټوله کې هغه مسوولين چې په دغه برخه کې ځاني او مادي هڅې کوي او پوهنتون خپل شريک کور ګڼي، د زړه له کومي مننه کوي او د متعال رب څخه ورته د خير او اجرونو غوښتونکی دی.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت