د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه.
د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.
د ناستې په پيليزه وينا کې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل ډاکټر حميدالله «عمرخېل» د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د علمي مقالو پر دقيقې ارزونې او علمي کتنې يې ټينګار وکړ، ترڅو د خپرېدونکو مقالو معيار او کيفيت لوړ شي.
په دغه ناسته کې د بلخ پوهنتون ټولنيزو علومو نړيوالې مجلې دويمې ګڼې د لومړۍ شمېرې لپاره ۱۷ علمي مقالې د څېړنو او علمي مجلې معاونيت ته رسیدلې وې، يادې مقالې د لومړي کتنپلاوي، ديني کمېټې, مرورګرانو او د کتنپلاوي دويمې غونډې له لوري تر هر اړخيزې ارزونې وروسته ۱۲ مقالې د چاپ او نشر لپاره مناسبې وبلل شوې.
همدارنګه د طبيعي علومو نړيوالې مجلې لپاره هم ۱۷ مقالې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې معاونيت ته رسېدلې وې، چې له جملې څخه يې ۱۲ مقالې د اړوندو علمي مراحلو له بشپړې ارزونې وروسته نهايي تأييد او د چاپ وړ وګرځول شوې.
د غونډې په دوام کې ګډونوالو د علمي مجلو د لا معياري کېدو، د څېړنيزو فعاليتونو د پياوړتيا او د علمي خپرونو د کيفيت د لوړولو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه هم شريک کړل.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۱ ورځ يکشنبه
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت