په بلخ پوهنتون کې د عمومي کتابتون آمر په مشرۍ د فرعي کتابتونونو مديرانو سره د همغږۍ او ستونزو حل په موخه شورا جوړه شوه!

ba_admin
Wed, Feb 11 2026 11:17 AM
خبر

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۲ مه، په بلخ پوهنتون کې د عمومي کتابتون آمر انجنير مولوي سید فريد « سادات» په مشرۍ د فرعي کتابتونونو مدير صاحبانو سره د همغږۍ او ستونزو حل په موخه شورا جوړه او د اړتیاوو لاسته راوړلو او ستونزو حل کولو لپاره يې ناسته وکړه.

 په دغه ناسته کې د کتابتونونو نظم، د نيمګړتياوو په پوره کولو، د لوستوالو لپاره د اسانتياوو په موخه الکترونيکي سيسټمونو جوړولو او په يو شمېر نورو ستونزو خبرې وشوې.

همداراز په ناسته کې يادونه وشوه چې د کتابتونونو مسؤلين کتاب پېرودلو،کتاب لوستنې سياليو، سيمينار جوړولو لپاره بايد د يادې شورا تائیدي ولري.

ياده ناسته د خير په دعا سره پای ته ورسېده.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.